IQNA

د شیخ محمود الشحات انور په زړه پورې تلاؤت او د  قریش سوره (فیلم)

11:25 - January 08, 2024
د خبر لمبر: 3488540
 ایکنانیوز د مصر  دځوان قاری شیخ محمود الشحات انور په زړه پورې غږ  سره د قریش سورې مجلسي تلاؤت په ټولنیزو چینلونو کې بیا خپور شوی او ډير هرکلی ئې شوي دي.

ایکنانیوز راپور ورکوي،  د مصر ځوان قاری  شیخ محمود الشحات انور په دغه تلاؤت کې چې  په ټولنیزو چینلونو کې بیا خپور شوی ، د قریش مبارکې سورې  آیتونه ئې تلاؤت کړی دي.

محمود الشحات انور  د شحات محمد انور زوی ،په مصر کې د تلاؤت دطلائي دوران یو مشهور  قاري دی او دمګړئ په مصر او اسلامی نړۍ کې د تلاؤت یوه مشهوره څيره شمیرل کیږي.

هغه د 1984 کال د ستمبر په لسمه نیټه د مصر په دقیهلیه ولایت کې زیږیدلی او له هماغه ماشوموالي څخه ئې د پلار په ملاتړونو سره له قرآن سر انس  او مینه درلودلې  او په دولس کلنۍ کې د خپل پلار له  محضره به استفادې سره د قرآن کریم حافظ شو.

 د محمود الشحات تلاؤتونه په مصر ،عربو اغیر عربو هیوادونو کې ډير زیات پلویان لري او  دهغه ویډیوګانې په یوټیوب کې له دیر زیات هرکلی سره مخ شوي او  کابو ۷۵ میلیون  لیدونکي لري.

ددغه ځوان مصری قاري د اغیزشیندونکو تلاؤتون په دلیل  له ډيرو هیوادونو  او د مختلفو دینونو  وګړی مسلمان شوي دي. یو هغه فیلم چې ستاسو خدمت ته ئې هم وړاندې کوو،د هغه له قرائتونو څخه په  محفلونو کې په ګډون کونکو باندې د ډيرې اغیزشیندنې ښودنه کوي.  

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
 
لِإِيلَافِ قُرَيْشٍ ﴿۱﴾
 
إِيلَافِهِمْ رِحْلَةَ الشِّتَاءِ وَالصَّيْفِ ﴿۲﴾
 
فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ ﴿۳﴾
 
الَّذِي أَطْعَمَهُمْ مِنْ جُوعٍ وَآمَنَهُمْ مِنْ خَوْفٍ ﴿۴﴾

https://iqna.ir/fa/news/4192361

captcha